۰

هلمند کې د مخابراتي شبکو بندښت خلک له ستونزو سره مخ کړي

سه شنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۴۹
د هلمند ولایت اوسېدونکي وايي، له تېرو دریو ورځو راهیسې په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د ګواښونو له امله مخابراتي شکبو فعالیت بند کړی دی.
هلمند کې د مخابراتي شبکو بندښت خلک له ستونزو سره مخ کړي
د هلمند ولایت اوسېدونکي وايي، له تېرو دریو ورځو راهیسې په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د ګواښونو له امله مخابراتي شکبو فعالیت بند کړی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هلمند ولایتي شورا او ځايي اوسېدونکي وايي، دغه کار خلک د ګڼ شمېر ستونزو سره مخ کړي دي.
د هلمند د ولايتي شورا مشر محمد کريم اتل د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل له يوې خوا هلمند له امنيتي ستونزو او ګواښونو سره مخ دی او بلو پلو د مخابراتي شبکو فعاليتونه ځنډېدل د دې لامل شوي چې د خلکو اندېښنې نورې هم ډېرې شي.
د هغه په وینا چې د مخابراتي شبکو بندېدل د دښمن سره مرسته کوي چې د افغان دولت په وړاندې ستونزې نورې هم ډېرې کړي.
اتل له مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ له وزات څخه وغوښتل چې په دې اړه دې خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.
د هلمند د ولايتي شورا مشر ګواښ وکړ که چېرې په دوه ورځو کې دغلته مخابراتي شبکې خپل خدمات پيل نه کړي، نو دوی به يې آنتونه ونړوي.
جمهور آژآنس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین