۰

زابل کې د طالبانو تر منځ جګړه سخته شوې ده

سه شنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۳۴
رپوټونه وايي، وروسته له هغه چې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول د پلویانو ترمنځ سخته نښته وشوه، دغه جګړه اوس د یاد ولایت څو ولسوالیو ته غځېدلې ده.
زابل کې د طالبانو تر منځ جګړه سخته شوې ده
رپوټونه وايي، وروسته له هغه چې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول د پلویانو ترمنځ سخته نښته وشوه، دغه جګړه اوس د یاد ولایت څو ولسوالیو ته غځېدلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د دغه دوه طالب ډلو تر منځ نښته دوه ورځې وړاندې رامنځ ته شوه، چې د رپوټونو پر بنسټ له دواړو لورو ۱۰۹ تنو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
خو رویټرز خبري آژانس
رویټرز خبري اژانس وايي، د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ ډلې یوه مهم غړي د زابل د جګړو په اړه وویل:«دا هغه څه دي چې موږ ورڅخه وېره لرله. دښمن په خپل هدف کې بریالی شو. دوی غوښتل چې طالبان سره وویشي او یو بل سره ووژني او دقیقاً اوس هماغه څه روان دي.»
خبر ورکړی، چې یاده جګړه اوس له ارغنداب نه د زابل ولایت څو نورو ولسوالیو ته هم غځېدلې او دغه دواړه ډلې یو د بل پر وړاندې جګړې کوي.
یاد آژآنس د حکومتي چارواکو او د دواړو ډلو ویندویانو له قوله ویلي، چې د زابل په درو ولسوالیو کې جګړه روانه ده.
ویل کېږي چې ممکن داعش ته اوښتي کسان هم په دې جګړه کې ښکېل وي.
راپورونه وايي چې شاوخوا ۲۰۰ ازبک سختدریځي د ملا دادا الله په پلویتوب د ملا محمد رسول اخوند د ډلې په ننګه جنګېږي او په سلګونو نور بهرنیان، چې ډېری یې پاکستانیان دي، د منصور په ننګه په جګړه کې برخه لري.
رویټرز خبري اژانس وايي، د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ ډلې یوه مهم غړي د زابل د جګړو په اړه وویل:«دا هغه څه دي چې موږ ورڅخه وېره لرله. دښمن په خپل هدف کې بریالی شو. دوی غوښتل چې طالبان سره وویشي او یو بل سره ووژني او دقیقاً اوس هماغه څه روان دي.»
ده ادعا وکړه چې د اسلامي دولت یا داعش غړي د ملا داد الله د پلوي جنګیالیو ملاتړ کوي.
ملا داد الله د طالبانو له تحریکه د بېلې
د ده په وینا د ملا منصور کسانو غوښتل چې منصور دادالله ورته تسلیم شي، خو کله چې ده انکار وکړ، هغوی جګړه پیل کړه.
شوي ډلې، چې ملا محمد رسول اخوند یې خپل مشر ټاکلی دی، مرستیال او پوځي قومندان دی.
د منصور پلوي طالب مشر، چې نوم یې رویټرز خبري اژانس نه دی خپور کړی، وویل چې اکثره ازبک جنکیالي له داعش سره یوځای شوي دي.
خو د منصور مخالفې ډلې ویاند او د سیاسي چارو مرستیال ملا عبدالمنان نیازي وویل چې جګړه وروسته له دې پیل شوه چې د منصور سلګونو پلویانو پر هغو کلیو یرغل وکړ چې د ملادالله پلویان پکې اوسي.
د ده په وینا د ملا منصور کسانو غوښتل چې منصور دادالله ورته تسلیم شي، خو کله چې ده انکار وکړ، هغوی جګړه پیل کړه.
عبدالمنان نیازی وايي چې د منصور پلویانو ګڼ شمېر عادي کلیوال او د منصور پلویان وژلي دي.
جمهور آژانس:زابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین