۰
لویه څارنوالي:

نه پوهېږو چې خلیلالله فیروزي د چا امر له بنده خوشی شوی و

سه شنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۲۷
د افغانستان د لویې څارنوالي چارواکي وایي؛ تر اوسه نه دي خبر چې له بند څخه د کابل بانک د پوروړي خلیلالله فیروزي د موقتي خوشې کېدو دستور چا ورکړی و.
نه پوهېږو چې خلیلالله فیروزي د چا امر له بنده خوشی شوی و
د افغانستان د لویې څارنوالي چارواکي وایي؛ تر اوسه نه دي خبر چې له بند څخه د کابل بانک د پوروړي خلیلالله فیروزي د موقتي خوشې کېدو دستور چا ورکړی و.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د دې ادارې ویاند آصف فیاض وايي، چې خلیل الله فیروزي باید د خپل حبس موده تیره کړي.
نوموړي وویل، اوس مهال د کابل بانک پوروړي شیر خان فرنود او خلیل الله فیروزي په زندان کې دي او په دې اړه هېڅ ستونزه نه شته.
باید وویل شي، چې خلیلالله فیروزي نېږدې یو کال وړاندې د سترې محکمې له لوري د کابل بانک د کړکېچ قضیې یو له اصلي اختلاس کوونکو څخه وپېژندل شو او په ۱۰ کاله تنفیذي بند او د څه د پاسه ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ورکولو محکوم شو.
خو خلیلالله فیروزي تېره اوونۍ خبریالانو ته وویل چې هغه او نور هغه کسان چې د کابل بانک په قضیه کې ښېکل وو؛ د محکمې په حکم خوشې شوي دي.
نوموړي د بند له خوشي کېدو وروسته د افغانستان د ښار جوړونې وزارت سره په کابل کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په مالي لګښت د یوه ښارګوټي د جوړولو تړون هم لاسلیک کړ.
د دغه تړون لاسیک کېدو سخت ولسي غبرګون راپاراوه، چې ورسره سم افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه تړون لغوه اعلان کړ.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین