۰

وسله والو پکتیکا کې یو قومي مشر وژلی

سه شنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۳
ځايي اوسېدونکي وايي، مخ پټو وسله والو په پکتیکا ولایت کې له پنځو برمته قومي مشرانو له ډلې یو تن وژلی دی.
وسله والو پکتیکا کې یو قومي مشر وژلی
ځايي اوسېدونکي وايي، مخ پټو وسله والو په پکتیکا ولایت کې له پنځو برمته قومي مشرانو له ډلې یو تن وژلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه قومي مشران له تېرو دریو ورځو راهیسې د پکتیکا په اومنې ولسوالۍ کې د مخ پټو وسله والو له خوا برمته شوي.
د اومنې ولسوالۍ قومي مشر حاجي خټګ وايي وسله والو په دغه تېرو دریو ورځو کې د یادې ولسوالۍ شپږ تنه قومي مشران وژلي او څلور نور لا هم ورسره برمته دي.
که څه هم نوموړي د دغه وژل شوي قومي مشر نوم وانخیست خو زیاتوي، چې دا هم د هغه پنځو قومي مشرانو څخه و، چې څو ورځې وړاندې وسله والو برمته کړی وو.
تر اوسه پورې افغان چارواکو او وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل نه دی، چې قومي مشران برمته او وژل کېږي، بلکې له دې وړاندې هم د افغانستان په هر ولایت او نېږدې هره سیمه کې قومي مشران د نامعلومه وسله والو له خوا وژل شوي دي.
یوازې په کندهار ولایت کې له ۵۰۰ زیات قومي مشران، دیني عالمان، بانفوذه اشخاص او یو شمېر نورې وتلې څېرې د وسله والو له خوا وژل شوي دي.
جمهور آژانس:پکتیکا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین