۰

د راکټ لګيدو په پېښه کې یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي

سه شنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۱
د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د وسله والو مخالفینو له لوري د یوه توغول شوي توغندي د لګېدو په ترڅ کې څلورو تنو ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د راکټ لګيدو په پېښه کې یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي
د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د وسله والو مخالفینو له لوري د یوه توغول شوي توغندي د لګېدو په ترڅ کې څلورو تنو ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پکتیکا چارواکي زیاتوي، چې له دېرو یوولسو ورځو راهیسې د دې ولایت په وازه خوا ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.
د وازیخوا پخواني ولسوال عبدالحي ویلي، چې د همدې جګړې په جریان کې طالبانو په ولسوالۍ راکېټ توغولی، چې له امله یې یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي او یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شوي دي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې وسله والو د یادې ولسوالی د قوماندان عبدالبصیر کور هم لوټ کړی، او د کورنۍ ټول غړي یې له کوره شړلي دي.
تر اوسه وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:پکتیکا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین