۰

کنړ کې دوه پاکستاني ځانمرګي برید کوونکي نیول شوي

دوشنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۱۷
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ځواکونو یې په کنړ ولایت کې دوه تنه پاکستاني ځانمرګي برید کوونکي نیولي دي.
کنړ کې دوه پاکستاني ځانمرګي برید کوونکي نیول شوي
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ځواکونو یې په کنړ ولایت کې دوه تنه پاکستاني ځانمرګي برید کوونکي نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه په نننۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه دواړه ځانمرګي په کنړ ولایت کې د برید له پاره راغلي وو.
د ملي امنیت په خپرپاڼه کې ویل شوي، چې یو ځانمرګی عبدالخالق ۱۵ کلن، د ښوونځي د ۷ ټولګي زده کوونکی، د خیبرپښتونخوا اصلي او د پېښور اوسني اوسېدونکی دی او دوهم هغه یې چې ۱۴ کاله عمر لري سمیع الله نومېږي، چې د ۶ ټولګي زده کوونکی او د پېښور اوسېدونکی دی.
ملي امنیت زیاته کړې، چې دواړه ځانمرګي د طالبانو له خوا افغانستان ته رالېږل شوي وو، تر څو په کنړ ولایت کې بریدونه تر سره کړي، خو موخې ته رسېدو وړاندې ملي امنیت ځواکونو ونیول.
دا په داسې حال کې ده، چې ملي امنیت نن د کابل- لوګر پر لویه لار له چاودېدونکو توکو ډک سراچه موټر هم نیولی، چې وايي غوښتل یې په کابل کې پرې خونړۍ برید وکړي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین