۰

د افغانستان وتلي سندر غاړی استاد بېلتون ومړ

دوشنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۰۱
د افغانستان د د موسقۍ وتلی سندر غاړی استاد مومن خان بېلتون د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
د افغانستان وتلي سندر غاړی استاد بېلتون ومړ
د افغانستان د د موسقۍ وتلی سندر غاړی استاد مومن خان بېلتون د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې استاد بېلتون چې د افغانستان د موسقۍ یو وتلي سندر غاړی و، نن د ۹۵ کلنۍ په عمر په خپل کور کې ومړ.
استاد بېلتون چې لسګونه پښتو او دري سندرې یې د افغانستان د موسقۍ په ارشیف کې ثبت شوې، له تېرو څو کلونو راهیسې ناروغه وو.
نوموړی د پلازمېنې کابل په وزیرآباد سیمه کې په خپل پلارني کور کې اوسېده او ویل کېږي، چې جنازه به یې هم تر سره او خاورو ته وسپارل شي.
د افغانستان هنرمندان او د هنر مینوال د استاد بېلتون مړینه د افغانستان د موسقۍ له پاره یوه لویه ضایعه بولي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین