۰

د کامې پر ولسوال چاودنه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

دوشنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۱۱
امنیتي چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د ولسوال په موټر بمي چاودنه شوې، چې له امله یې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کامې پر ولسوال چاودنه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
امنیتي چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د ولسوال په موټر بمي چاودنه شوې، چې له امله یې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د بانډې په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، چاودنه د سړک د غاړې د چاودېدونکو توکو له کبله رامنځ ته شوې، چې خپله د کامې ولسوال عبدالوهاب مومند ترې روغ وتلی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې ولسوال عبدلوهاب جلال آباد ښار ته روان و، چې په یاده سیمه کې د سړک د غاړې په زرنج موټر سایکل کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو پرې چاودنه وکړه.
مشرقیوال زیاتوي، چې په دې چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او څلور نور ماشومان ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه چاودنې مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین