۰

امریکا، افغانستان کې له نشه يي توکو سره په مبارزې نژدې ۸ نیم ملیارد ډالر لګولي

شنبه ۹ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۷
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو سرمفتش په تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د مخدرو موادو پر ضد پر مبارزې په ملیاردونو ډالر لګول شوي دي.
امریکا، افغانستان کې له نشه يي توکو سره په مبارزې نژدې ۸ نیم ملیارد ډالر لګولي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو سرمفتش په تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د مخدرو موادو پر ضد پر مبارزې په ملیاردونو ډالر لګول شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د مرستو د سرپلټونکي دفتر دغه تازه راپور تېره ورځ اکتوبر۲۹/ مه خپور کړی دی.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د امریکا متحدو ایالتونو له ۲۰۰۲ څخه تراوسه پورې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر ضد پر د مبارزې له پاره ۸ ملیارده او ۴۰۰ملیون ډالره لګولي خو لا هم افغانستان په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو ستر تولیدوونکی هیواد دی.
د سیګار په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۰۲ څخه تر دې دمه د امریکا کانګریس د افغانستان د بیارغونې لپاره نژدې یوسلو لس ملیارده (۱۰۹.۶۲) ډالره تصویب کړي چې له هغو څخه ۸ اعشاریه ۹۳ ملیارده لا لګول شوي نه دي.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین