۰
جان مکن:

افغانستان کې د امریکا او لوېدیځ تګلاره ناکامه شوې

شنبه ۹ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۰
د امریکا مخکښ سناتور او په سنا مجلس کې د پوځي کمېټې مشر جان مکن وايي، امریکا او لوېدیځ په افغانستان کې ناکام شول.
افغانستان کې د امریکا او لوېدیځ تګلاره ناکامه شوې
د امریکا مخکښ سناتور او په سنا مجلس کې د پوځي کمېټې مشر جان مکن وايي، امریکا او لوېدیځ په افغانستان کې ناکام شول.
جمهور آژانس د خبر له مخې مکن زیاتوي، چې په افغانستان کې د امریکا او لوېدیځ تر ناکامۍ وروسته افغانستان روسیې ته د دوستۍ لاس اوږد کړی دی.
د هغه په وینا افغانستان ځکه له روسیې د مرستې غوښتنه کړې چې په دغه هېواد کې د امریکا
نوموړي له سي اېن اېن تلوېزیون سره په یوه مرکه کې روسیه او ایران د امریکا ستر رقیبان بللي او ویلي یې دي چې لکه د عراق، سوریې او اوکراین په څېر یې په افغانستان کې هم ډګر خپلو رقیبانو ته پرېښوود.
تګلاره له ماتې سره مخ شوه.
نوموړي له سي اېن اېن تلوېزیون سره په یوه مرکه کې روسیه او ایران د امریکا ستر رقیبان بللي او ویلي یې دي چې لکه د عراق، سوریې او اوکراین په څېر یې په افغانستان کې هم ډګر خپلو رقیبانو ته پرېښوود.
دغه امریکايي سناتو دا څرګندونې وروسته له دې کړې چې په دې ورو ستیو کې داسې راپورنه خپاره شول چې ولسمشر اشرف غني له روسیې د پوځي وسایلو د مرستې غوښتنه کړې ده.
د ولسمشر مرستیال ویاند ظفر هاشمي هم درې ورځې وړاندې وویل، چې افغانستان د روسیې پوځي مرستو ته سترګې په لار دی.
په ورته وخت کې په کابل کې د روسیې سفیر څو ورځې وړاندې ویلي و، چې افغانستان په پوځي برخه کې له روسیې مرسته غوښتې او روسیه هم چمتو ده، چې له افغانستان سره د توپخانې، سپکو او درندو وسلو او دغه راز د چورلکو مرسته وکړي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین