۰

نورستان کې د طالبانو حمله پر شا تمبول شوې

شنبه ۹ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۲
چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د نورستان ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو له څو خواو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
نورستان کې د طالبانو حمله پر شا تمبول شوې
چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د نورستان ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو له څو خواو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې وسله والو لومړی ځینې پوستې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیولې، خو امنیتي ځواکونو ته د هوايي ځواک پر رسېدو سره طالبان پر شاه وتمبول شول او له لاسه وتلې پوستې بېرته افغان ځواکونو ونیولې.
د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم وايي طالبانو سهار وختي پر دغه پوستو بریدونه وکړ، چې په ترڅ کې یې درې امنیتي سرتېري وژل شوي او ۷ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو له برید سره سم سیمې ته نور تازه دمه سرتېري هم رسېدلي او طالبان یې پر شاه تمبولي دي.
والي طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل او نه هم طالبانو تر اوسه د دغه جګړې په اړه څه ویلي دي.
جمهور آژانس
معروف سادت:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین