۰

پکتیا کې چاودنې څلور پولیس وژلي

پنجشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۲۹
امنیتي چارواکي وايي، په پکتیا ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې پنځو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
پکتیا کې چاودنې څلور پولیس وژلي
امنیتي چارواکي وايي، په پکتیا ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې پنځو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د پکتیا امنیه قوماندان پاسوال زلمی اوریاخیل وايي، د احمدآباد ولسوالۍ د مچلغو بند ساتونکي پولیسو په موټر هغه مهال په سید کرم ولسوالۍ کې د سړک د غاړې چاودنه شوې، چې دوی له احمدابا، سید کرم ولسوالۍ ته په لاره وو.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې څلور تنه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
اورياخېل وايي، وسله والو تر دې وړاندې هم د مچلغو بند پر ساتونکو ورته بريدونه کړي دي.
د ياد بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
جمهور آژآنس:پکتیا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین