۰

افغان ځواکونو په کندوز کې د طالبانو لوی مرکز نیولی

پنجشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۵
سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو په کندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو تر ټولو لوی مرکز دشت ارچي ولسوالۍ نیولې ده.
افغان ځواکونو په کندوز کې د طالبانو لوی مرکز نیولی
سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو په کندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو تر ټولو لوی مرکز دشت ارچي ولسوالۍ نیولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ولسوالي چې د تاجکستان سره پر پوله پرته ده تېره ورځ د افغان ځواکونو له لوري ونیول شوه.
د ارچي ولسوال نصیرالدین سعدي وايي، افغان ځواکونه له څو ورځنیو عملیاتو وروسته وتوانېدل، چې دشت ارچي ولسوالۍ چې د طالبانو لوی مرکز وو ونیسي.
نوموړی زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې له ۴۰ زیات وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور یې تېښتې ته اړ شوي دي.
هغه وايي، چې دا مهال په یاده ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له خوا کور په کور چاڼیز عملیات روان دی، تر څو سیمه په مکمل ډول له وسله والو پاکه کړي.
باید وویل شي، چې دشت ارچي له تېرو دوو کلونو کې د طالبانو اصلي مرکز و او له همدې ځایه یې د کندوز نورو سیمو ته نفوذ کاوه.
جمهور آژآنس:کندوز
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین