۰

ترکيه د مولانا جلال الدين بلخي مقبره او ښارګوټى جوړوي

چهارشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۵۴
ولایتي چاروارکي وايي، ترکيه د مولانا جلالدین محمد بلخي د زیارت او ښارګوټي د جوړولو لپاره څه باندې لس میلیونه امریکايي ډالر مرسته کوي.
ترکيه د مولانا جلال الدين بلخي مقبره او ښارګوټى جوړوي
ولایتي چاروارکي وايي، ترکيه د مولانا جلالدین محمد بلخي د زیارت او ښارګوټي د جوړولو لپاره څه باندې لس میلیونه امریکايي ډالر مرسته کوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د دې ښارګوټي د بنسټ ډبرې اېښودولو په مراسمو کې د بلخ والي عطا محمد نور سربېره یو شمېر دولتی چارواکو قومي مشرانو او د ترکيې د کونسلګرۍ مسولینو ګډون کړی وو.
د بلخ والي، والي عطا محمد نور وايي، چې د دې ښارګوټي او مقبرې په جوړیدو به تر ډیره د بلخ ولسوالی د خلکو اقتصادي ستونزې حل شي.
د هغه په خبره چې د دې ښارګوټي او زیارت په جوړیدو به هر کال ډیری خلک د ولایتونو او ګاونډیو هېوادونو څخه د سیاحت او تفریح لپاره راځي.
د افغانستان لپاره د ترکيې د مرستو د دفتر همغږۍ مشر کمال قادر قره دوغان چې د بلخ ولسوالۍ ته راغلی وو، وویل بلخ د سیاحت او تفریح لپاره ډېر ښه ځایونه لري او د دې زیارت په جوړېدو به د خلکو پام دې سیمې ته نور هم زیات شي.
په ورته وخت کې د بلخ د سکتور او تخنیک د برخي مشر ذبیع الله اختري وویل، هغه ۲۸ کورنیو ته چې کورونه یې د دې زیارت په جوړیدو کې له منځه ځي په مجهز شکل کورونه جوړېږي.
د هغه په وینا د دې زیارت او ښارګوټي جوړېدل د لسو میلیونو امریکايې ډالرو نه زیات مصرف لري چې د ترکيې د قونسلګرۍ له خوا ورکول کېږي او چارې به یې په راتلونکو دوه میاشتو کې پای ته ورسېږي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین