۰

لوګرکې وسله والو د نجونو یو ښوونځی سوځولی

چهارشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۱۹
د لوګر د پوهنې ریاست وايي، نامعلومه وسله والو کسانو په دې ولایت کې د حاجي ګلون د نجونو منځنی ښوونځی سوځولی دی.
لوګرکې وسله والو د نجونو یو ښوونځی سوځولی
د لوګر د پوهنې ریاست وايي، نامعلومه وسله والو کسانو په دې ولایت کې د حاجي ګلون د نجونو منځنی ښوونځی سوځولی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې له مخې دغه ښوونځی د لوګر مرکز پل علم اړوند د حاحي ګلون په کلي کې موقعیت لري.
د لوګر د پوهنې ریاست وايي، ناپېژانده وسله وال د شپې ۳ بجې راغلي، دغه ښوونځي ته ننوتي او اور یې ورته کړی، چې ښوونځی سوځېدلی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دغې پیښه کې د یو شمیرخونو چتونه، دروازې، کړکۍ، میزونه، څوکۍ، درسي کتابونه او اداري اسناد سوځیدلي دي خو د سیمې خلکو د اورپه وژنې سره د ښوونځي د لا ډیر زیانمن کیدو مخه نیولې ده.
د پوهنې چارواکي وايي، په دې ښوونځي کې د څه د پاسه ۵ سوه نجونو زده کړې کولې او هڅه به وشي چې ډیر ژر دغه ښوونځی بیرته ورغول شي.
د یادونې وړده، چې په لوګرکې تر دې مخکې هم ناڅرګندو کسانو د شهید غلام نبي سمسور د هلکانو د لېسې اداري خونې دوه ځلې سوځولې دي.
جمهور آژانس:لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین