۰

کابل کې په خپلسر جوړ کړو کورونه د نړولو لړۍ پیل شوه

چهارشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۵۲
امنیتي چارواکي وايي، په کابل کې یې د زورواکو له خوا پر غصب شویو ځمکو د جوړو شویو کورونو د نړولو لړۍ پیل کړې او دا لړۍ به دوام ولري.
کابل کې په خپلسر جوړ کړو کورونه د نړولو لړۍ پیل شوه
امنیتي چارواکي وايي، په کابل کې یې د زورواکو له خوا پر غصب شویو ځمکو د جوړو شویو کورونو د نړولو لړۍ پیل کړې او دا لړۍ به دوام ولري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۱۰۱ اسمايي زون قومانداني وايي، د دغه لړۍ په ترڅ کې پوليسو د کابل د پنځمې امنيتي حوزې او پغمان ولسوالۍ اړوند سيمو کې د زورواکو له خوا په خپلسر جوړ شوي لسګونه کورونه ونړول.
د دې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد زیاتوي، چې دغه کورونه پر دولتي ځمکه جوړ شوي وو خو د يادو کورونو کره شمېر په ډاګه نه کړ.
ده زياته کړه چې دغه پر خپل سر جوړ شوي کورونه د قرغې بند په لوېديځه برخه کې نړول شوي دي، چې یوه برخه یې د پغمان ولسوالۍ او بله برخه يې د کابل د پنځمې امنيتې حوزې اړوند ده.
نوموړي وویل: دغه کار د يو ځانګړي کمېسيون له خوا چې مشري يې د ښې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضياء مسعود کوي، تر سره کړى دى.
د مجاهد په خبره د ښار جوړولو وزارت، سيمه ييز ارګانونو ادارې، کابل ښاروالۍ او د اسمايي زون قوماندانۍ استازي د دغه کمېسيون غړيتوب لري.
په ورته وخت کې د کابل امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمان رحیمي د دغه کورنو د نړولو پر مهال رسنیو ته وویل، چې دغه لړۍ به د کابل ولایت نورو سیمو ته هم وغځوي او ټول هغه کورونه به ونړوي، چې د دولت پر غصب شویو ځمکو جوړ شوي.
پر همدې مهال یو شمېر هغه کسانو چې کورونه یې نړول شوي، پر حکومت نیوکه وکړه، چې له وړاندې یې دوی ته خبر نه وو ورکړی او کورونه یې ور ونړول.
دوی دغه راز له حکومته غوښتنه وکړه، چې دغه لړۍ پر ټولو طبیق کړي داسې نه چې په وینا يې د هغه کسانو چې زور او زر نه لري کورونه یې ونړوي او د زورواکانو پر خپل حال پاتې شي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین