۰
ویکي لیکس:

پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنیوي له پاره د طالبانو مرسته کړې

چهارشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۳۶
د ویکي لیکس انټرنیټي پاڼې له خوا د خپرو شویو پټو اسنادو کې ویل شوي، چې پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ پر وړاندې د مقابلې لپاره له وسله والو طالبانو ګټه اخیستې.
پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنیوي له پاره د طالبانو مرسته کړې
د ویکي لیکس انټرنیټي پاڼې له خوا خپرو شویو پټو اسنادو کې ویل شوي، چې پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ پر وړاندې د مقابلې لپاره له وسله والو طالبانو ګټه اخیستې.
د اکانومیک ټایمز رپوټ وايي، ویکي لیکس ویلي چې د امریکا د استخباراتي ادارې "سي. آی. اې" مشر جان برنان په ۲۰۰۹ میلادي کال کې کله
د اکانومیک ټایمز رپوټ وايي، ویکي لیکس ویلي چې د امریکا د استخباراتي ادارې "سي. آی. اې" مشر جان برنان په ۲۰۰۹ میلادي کال کې کله چې اوباما واک ته ورسېد؛ اوباما ته وویل چې پاکستان په افغانستان کې د هند د مخ په ډېرېدونکي نفوذ پر وړاندې د مقابلې لپاره له طالبانو ګټه اخلي.
چې اوباما واک ته ورسېد؛ اوباما ته وویل چې پاکستان په افغانستان کې د هند د مخ په ډېرېدونکي نفوذ پر وړاندې د مقابلې لپاره له طالبانو ګټه اخلي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ویکي لیکس، تېره اونۍ د امریکا د مرکزي اطلاعاتو د سازمان د رییس جان برنان ایمیلونه خپاره کړل.
د اکانومیک ټایمز زیاته کړې، چې برنان په دې لیک کې اوباما ته لیکلي: اسلام اباد په افغانستان کې د هند د نفوذ د زیاتېدو د مقابلې او په افغانستان کې د امریکا ژمنو دا هېواد دې ته اړ کړی؛ تر څو له طالبانو سره اړیکې پراخې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د مشرانو جرګې هم د دغه اسنادو له خپرېدلو وروسته پر امریکا نیوکه کړې، چې د پاکستان پر کړنو ښه خبره ده، خو سترګې یې پرې پټې کړې.
د مشرانو جرګې یو شمېر غړو ویلي، چې امریکا باید د پاکستان د دغه کړنو مخنیوی وکړي او پر هغوی فشار راوړي، چې په افغانستان کې د جګړې پر ځای د سولې له پاره هلې ځلې وکړي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین