۰

د ترکمنستان ولسمشر ۱۰۲۰ بندیانو ته عفوه اعلان کړه

چهارشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۱۰
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د دې هېواد لږ تر لږه ۱۰۲۰ تنو زندانیانو د عفوې فرمان صادر کړی دی.
د ترکمنستان ولسمشر ۱۰۲۰ بندیانو ته عفوه اعلان کړه
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د دې هېواد لږ تر لږه ۱۰۲۰ تنو زندانیانو د عفوې فرمان صادر کړی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ترکمنستان دولتي مطبوعات وايي ښاغلي محمدوف دا فرمان د ترکمنستان د خپلواکۍ د ۲۴ کلیزې په مناسبت ورکړی دی.
دغه رسنۍ زیاتوي، چې ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د زندانیانو دعفوې فرمان پرون د خپلې کابینې او ملي امنیت د دولتي شورا تر غونډې وروسته لاسلیک کړ.
باید وویل شي، چې د ترکمنستان مخکني ولسمشر سپر مراد نیازوف هم د روژې په مناسبت د زندانیانو د عفوې؛ ورته فرمانونه ورکول.
د یادونې وړ ده، چې ترکمنستان نن د خپلې خپلواکۍ ورځ لمانځي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین