۰

پاکستاني طالبانو ۷ پاکستاني سرتېري وژلي

چهارشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۵
د پاکستان پوځ وايي، پاکستاني طالبانو د شمالي وزیرستان یوه ښارګي ته نېږدي د پاکستان د سرحدي ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی او ۷ سرتېري یې وژلي.
پاکستاني طالبانو ۷ پاکستاني سرتېري وژلي
د پاکستان پوځ وايي، پاکستاني طالبانو د شمالي وزیرستان یوه ښارګي ته نېږدي د پاکستان د سرحدي ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی او ۷ سرتېري یې وژلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پې دغه پېښه تېره ورځ سهار وختي رامنځ ته شوې، او پاکستاني پوځ په اعلامیه کې ویلي، چې وژل شوي سرتېري د سرحدي ملېشه ځواک ایف سي سرتېري دي.
د پاکستان پوځ په دغه اعلامیه کې تور پورې کړی، چې د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبان ډېورنډ پولې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې پټه دي او وخت ناوخت پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
پاکستان په افغان خاوره کې د پاکستاني طالبانو د شتون ادعا پر داسې مهال کوي، چې افغان چارواکو په وار وار د دوی دا خبرې رد کړې او ویلي یې دي، چې افغان ځواکونه به په خپله خاوره کې هېڅ ډول ترهګر ته ځای ورنه کړي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین