۰

د کرزي د دورې ځینو چارواکو د اوسني حکومت پر اقداماتو نیوکه وکړه

چهارشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۳
د کرزي د دورې یو شمېر چارواکو او ځینو سیاسي مشرانو د هېواد د روانو حالاتو په اړه غونډه کړې او پر اوسني حکومت یې نیوکې کړې دي.
د کرزي د دورې ځینو چارواکو د اوسني حکومت پر اقداماتو نیوکه وکړه
د کرزي د دورې یو شمېر چارواکو او ځینو سیاسي مشرانو د هېواد د روانو حالاتو په اړه غونډه کړې او پر اوسني حکومت یې نیوکې کړې دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه مشران تېره ورځ سره راغونډ شوي و، او په دې اړه یې د سیاسي او جهادي شخصیتونو او د سیاسي ګوندونو د مشرانو یوه اعلامیه هم خپره کړې.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه مشرانو د هیواد پر روانو امنیتي او سیاسي حالاتو او وروستۍ زلزلې غور وکړ او د وسله والو ځواکونو د زړه ورتیاوو د ستاینې په ترڅ کې یې په یادو برخو کې د حکومت پر نیمګړتیاوو نیوکه وکړه.
که څه هم په اعلامیه کې کومه روښانه خبره نه ده شوې، خو ویل کېږي چې دوی پرېکړه یې کړې چې د شورا د انکشاف او پراختیا لپاره د کاري کمېسیون، او دغه راز د شورا لپاره د کاري پروګرام د تدوین او د منشي د ټاکلو پرېکړې شوې دي.
په دغه اعلامیه کې د راغونډو شویو کسانو نومونه نه دي څرګند شوي، خو هغه تصویرونه چې له اعلامیې سره لېږل شوي او پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي، په کې عبدالرب رسول سیاف، بسم الله محمدي، یونس قانوني، عبدالهادي ارغندیوال، د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داودزی، د مشرانو جرګې ريیس مسلمیار، انوارالحق احدي، د دفاع پخوانی وزیر عبدالرحیم وردک، د کانونو پخوانی وزیر نعمت الله شهراني او د کرزي د حکومت یو شمېر نور چارواکي لیدل کېږي.
باید وویل شي، چې دغه پخواني چارواکي دا لومړی ځل نه دی، چې سره راغونډېږي، بلکې له دې وړاندې هم څو څو ځله سره ناستي دي او د هېواد پر روان حالت یې خبرې کړې.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین