۰

کنړ کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۴۲ تنو ته رسېدلی

سه شنبه ۵ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۳۵
امنیتي چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د تېرې ورځې د زلزلې له امله تر دې مهال ۱۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کنړ کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۴۲ تنو ته رسېدلی
امنیتي چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د تېرې ورځې د زلزلې له امله تر دې مهال ۱۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه زلزله چې د رېښتر په کچه ۷.۷ درجې وه مرکز یې د بدخشان ولایت جرم ولسوالي وه او د افغانستان د ګڼو ولایتونو په ګډون یې پاکستان، هند، نیپال او بنګلدېش هم لړزولي دي.
د کنړ ولایت څخه رپوټونه وایي، چې په دې زلزله کې تر اوسه پورې ۱۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ مالي زیانونه یې اړولي دي.
د کنړ امنیه قوماندان جنرال عبدالحبیب سیدخېل زیاتوي، چې د زلزلې له امله تر اوسه پورې ۴۲ تنه وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي وویل، چې دغه کسان تر ډېره په چپې درې، ماڼوګي، غازي اباد، مرورې او څوکۍ ولسوالیو کې وژل شوي او ښايي د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم لوړه شي.
بل خوا په نورستان کې هم د دغه زلزلې له امله تر اوسه پورې شپږ تنه وژل شوي او له ۳۲ تنو زیات ټپیان شوي دي.
دغه راز په ننګرهار ولایت کې هم د زلزلې له امله تر اوسه پورې ۸ تنه وژل شوي او له ۷۰ تنو زیات ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې له لغمان ولایت نه هم لومړني رپوټونه وايي، چې زلزلې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
باید وویل شي، چې د تېرې ورځې زلزلې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې هم درنه مرګ ژوبله اړولې او دغه راز مالي زیانونه یې رامنځ ته کړي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین