۰

سیما سمر په ننګرهار کې د بشري حقونو په موټر برید وغانده

سه شنبه ۵ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۲۲
افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مشرې، سیما سمر په ننګرهار ولایت کې په خپلو کارکونکو برید یو وحشیانه عمله وباله او هغه یې په کلکو ټکو وغانده.
سیما سمر په ننګرهار کې د بشري حقونو په موټر برید وغانده
افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مشرې، سیما سمر په ننګرهار ولایت کې په خپلو کارکونکو برید یو وحشیانه عمله وباله او هغه یې په کلکو ټکو وغانده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار په څلورمه حوزه کې تېره ورځ سهار د دې ولایت د بشري حقونو د کمېسیون د ستانونکو په موټر د سړک د غاړې چاودنه وشوه.
د ننګرهار چارواکي وايي، په دغه چاودنه کې د یاد کمېسیون دوه ساتونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي، خو په ختیځ کې د بشري حقونو مسؤولین زیاتوي، چې په دغه برید کې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مشرې سیما سمر هم وايي، چې په جلال اباد کې د پرونۍ ماین چاودنې له امله د دوی دوه کارکوونکي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
میرمن سمر زیاته کړه چې د دوي کارکوونکي د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره په بشپړې بې طرفۍ کارکوي او په جګړه کې ښکیل لوري باید دې ټکي پام وکړي.
اغلې سمر د جګړې پر ښکیلو خواوو ږغ وکړ چې په جنګ کې د انسانانو د حقوقو د خوندیتوب نړېوالو اصولو ته د درناوي پراساس، پرفعالانو او ملکي وګړو له حملو لاس واخلي.
په ورته وخت کې په کابل کې د ملګروملتونو د سیاسي دفتر یوناما مشر پر افغان حکومت ږغ کړی چې په جلال اباد کې د پرونۍ چاودنې په اړه بیړنۍ، بې طرفه او هراړخیزې څیړنې وکړي او عاملین یې عدالت ته ودروي.
د یوناما په خبرپاڼه کې ټینګارشوی چې د افغانستان حکومت باید په دې هېواد کې د بشري حقونود فعالانو، د ښځو د حقونو د مدافع ډلو، د مدني ټولنې د غړو او هغو سازمانونو امنیت ټينګ کړي چې د بشري حقونو د ملاتړ لپاره فعالیت کوي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین