۰

ننګرهار، کنړ او لغمان کې زلزلې ۱۳ تنه وژلي

سه شنبه ۵ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۹
ولایتي چارواکي وايي، په ننګرهار، کنړ او لغمان ولایتونو کې د تېرې ورځې په زلزله کې تر اوسه پورې ۱۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ننګرهار، کنړ او لغمان کې زلزلې ۱۳ تنه وژلي
ولایتي چارواکي وايي، په ننګرهار، کنړ او لغمان ولایتونو کې د تېرې ورځې په زلزله کې تر اوسه پورې ۱۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه زلزله چې تېره ورځ ۱:۴۰ بجې تر سره شوه، د ریشتر ۷.۷ درجې وه او مرکز یې د بدخشان ولایت جورم ولسوالۍ ښودل شوې ده.
د دغه زلزلې ټاکونه د افغانستان پر ګڼ ولایتونو سربېره په پاکستان، هند، نیپال او بنګلدېش کې هم احساس شوي او مرګ ژوبله یې اړولې.
زلزلې په افغانستان کې د ګڼو ځاني زیانونو سربېره زیات شمېر مالي زیانونه هم اړولي او یو شمېر کورونه یې نړولي دي.
د ننګرهار چارواکي وايي، چې د تېرې ورځې په زلزله کې په دغه ولایت کې تر اوسه پورې ۸ تنه شهیدان شوي او ۷۸
نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د عامی روغتیا رييس ډاکټر نجیب الله کاموال وايي چې د نن زلزلي له امله د دوي روغتون ته تر دي دمه اته شهیدان او ۷۸ ټپیان وروړل شوي دې او ښايي د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم زیاته شي.
بل خوا د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، د لومړنیو معلوماتو له مخې د بادپښ ولسوالۍ پرته د لغمان ولایت د مرکز په ګډون په څلور ولسوالیو کې تر دې دمه ۳۲ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دولت شاه ولسوالۍ په نیویا سیمه کې ۳ تنه چې یوه مېرمن یو نارینه او یو ماشوم دی شهیدان شوي دي.
دغه راز نوموړی وايي،د الینګار ولسوالۍ په رجعيي سیمه کې په یوې میرمنې د زلزلې له ویرې د زړه حمله راغلې او وفات شوې ده.
د نوموړي په خبره په دغه زلزله کې تر دې دمه ۹ کسان زخمیان شوي دي چې په زخمیانو کې یوه اووه کلنه انجلۍ او اته نارینه شامل دي.
بل خوا د دې زلزلې له امله په کنړ ولایت کې تر اوسه پورې یو تن شهید شوی او نېږدې ۳۳ تنه نور ټپیان شوي او یو شمېر کورنه یې سخت زیانمن کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه زلزلې د افغانستان په شمال کې هم ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې او زیان دقیق ارقام نه دي خپاره شوي.
باید وویل شي، چې افغان ولسمشر پر خلکو غږ کړی، چې له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي.
جمهورآژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین