۰

د داعش پنځه لوړي غړي د سولې پروسې سره یو ځای شول

سه شنبه ۵ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۱
ملي امنیت وايي، په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې پنځه تنه لوړ پوړي مسؤولین د سولې له پروسې سره یو ځای شول.
د داعش پنځه لوړي غړي د سولې پروسې سره یو ځای شول
ملي امنیت وايي، په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې پنځه تنه لوړ پوړي مسؤولین د سولې له پروسې سره یو ځای شول.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ننګرهار د ملي امنیت ریاست له لوري خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې په یو ځای شویو داعشیانو کې د دې ولایت د کوټ ولسوالۍ له پاره د داعش نومول شوی ولسوال قاري رفیق مشهور په قاري یاسر هم شامل دی.
سرچینه زیاتوي، چې د قاري یاسر سره یو ځای د کوټ له پاره د داعش امنیه قوماندان مهراب الدین مشهور په خالد واسکټي، د ولسوالۍ نظامي مسؤول نورالحق او په یاده ولسوالۍ کې د داعش د شل کسیزه ګروپ قوماندان قاري اسرار هم د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي.
تر اوسه داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین