۰

هندي چارواکو ته د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ د بشپړولو امر شوی

دوشنبه ۴ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۱۴
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت او نورو اړونده ادارو ته امر کړی، چې د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ د جوړولو کار بشپړ کړي.
هندي چارواکو ته د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ د بشپړولو امر شوی
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت او نورو اړونده ادارو ته امر کړی، چې د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ د جوړولو کار بشپړ کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ایشین اېج خپرونه وايي، ښاغلي مود دغه امر د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په تازه کتنه کې کړی او له هغوی وغوښتل چې د ودانۍ په کار کې ځنډ پای ته ورسوي او اضافي لګښت ورکړي.
سرچینه زیاتوي، چې ښاغلي مودي د بهرنیو چارو او ښاري پراختیا وزارتونو چارواکو ته دا هم ویلي، چې د دې ودانۍ د بشپړولو چارې له نژدې وڅاري او مالیې وزارت ته یې ویلي، چې د دې پروژې اضافي لګښت اټکل کړي.
باید وویل شي، چې د هند له لوري د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ کار په ۲۰۰۹ م کال پیل شو خو وروسته له دې چې تېر کال ښاغلی مودي صدراعظم شو، له دې پروژې سره یې لېوالتیا لا زیاته شوه.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین