۰
ننګرهار:

د بشري حقونو د کمېسیون په موټر چاودنه کې ۷تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۴ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۲
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار کې د دې ولایت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په موټر په شوې چاودنه کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د کمېسیون چارواکي وایي، ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د بشري حقونو د کمېسیون په موټر چاودنه کې ۷تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار کې د دې ولایت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په موټر په شوې چاودنه کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د کمېسیون چارواکي وایي، ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سهار ۹:۳۰ د مرکز جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند د روښانې په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، چاودنه د دې ولایت د بشري حقونو د کمېسیون د امنیتي ساتونکو په موټر شوې ده.
د هغه په خبره په دغه چاودنه کې د یاد کمېسیون دوه ساتونکي وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي، خو په سیمه کې عیني شاهدان وايي، د یوې مېرمنې په ګډون یې پنځه تنه ټپیان هم لیدلي.
په ورته وخت کې په ختیځ زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشرې صبرینا حمیدي ویلي، چې په پيښه کې یې دوه کارکوونکي وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د دې ولایت د ولایتي شورا د یوه غړي مختارمومند په موټر هم د مقناطسي ماین چاودنه کې د هغه دوه ساتونکي ټپیان شوي خو خپله روغ ترې وتلی وو.
جمهور آژآنس
ننګرهار:معروف سادات
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین