سیمه ییز چارواکي وايي، په نیمروز ولایت کې دې یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې د مېرمنو او ماشومانو په کډون ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ ماسپښین مهال د نیمروز ولایت د خاشرود لسوالۍ په مرکز کې رامنځ ته شوې ده.
د خاشرود ولسوال محمدهاشم نورزی وايي، پېښه د یوه ۳۰۳ مسافر وړونکي موټر د اوښتو له امله رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وینا په دې پېښه کې دوه تنه مسافر وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
ولسوال زیاتوي، چې د پېښې ټپیان روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي، خو د روغتیايي حالت په اړه یې معلومات نه لري.
دی وايي، چې دغه ۳۰۳ موټر د ټونس پیما بس ترانسپورت اړوند دی، چې د موټر چلونکي د کړندي تګ له امله د سړک نه اوښتی.
جمهور آژآنس:کابل