۰

کندهار کې څلور تنه ماين جوړونکي انجينران وژل شوي

دوشنبه ۴ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۸
امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د ماین جوړونې څلور تنه انجینران د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
کندهار کې څلور تنه ماين جوړونکي انجينران وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د ماین جوړونې څلور تنه انجینران د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار امنیه قومانداني زیاتوي، چې دغه پېښه تېره ورځ د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د بند تیمور په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د امنیه قوماندانۍ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه انجینران په یاده سیمه کې پر ماین جوړونکې بوخت و، چې خپل ماین پرې چاودنه کړې او څلور واړه یې ځای پر ځای وژلي دي.
بل خوا خبرپاڼه زیاتوي، چې د یاد ولسوالۍ په ګلو جان کلا سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال دوه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې په دغه ولسوالۍ کې مشهور طالب قوماندان ملا عبدالسلام هم وژل شوی دی.
خبرپانه دا هم وايي، چې د ژېړۍ ولسوالۍ په قراي سلیم دره سیمه کې د عملیاتو پر مهال له چاودېدونکي توکو ډک دوه موټرسایکل کشف او له منځه وړل شوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین