۰

صافي هوايي شرکت نوې الوتکې پېري

دوشنبه ۴ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۷
د افغانستان صافي هوايي شرکت په پام کې لري، چې په راتلونکي کې خپل خدمات پراخه او د نړۍ له سترو الوتک جوړونکو کمپنیو الوتکې وپېري.
صافي هوايي شرکت نوې الوتکې پېري
د افغانستان صافي هوايي شرکت په پام کې لري، چې په راتلونکي کې خپل خدمات پراخه او د نړۍ له سترو الوتک جوړونکو کمپنیو الوتکې وپېري.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د دغه شرکت چارواکو رویټرز خبري آژآنس ته ویلي، چې دغه خدمات به په راتلونکو دریو کلونو کې پراخه او له بوینګ او اییربس شرکتونو به الوتکې واخلي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، صافي هوايي شرکت غواړي چې.
د صافي هوايي شرکت تجارتي ريیس تېره ورځ په دوبۍ کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې کاروبار د غوړېدو په حال کې دی.
د هغه په خبره دا مهال د مسافر او تقاضا کوونکو شمېر ډېر دی او همدا مسله سبب شوې چې دوی د خپل هوايي شرکت پراختیا ته پام واړوي.
ده همداراز وویل:«موږ غواړو چې له اییربس او بوینګ سره خبرې وکړو، موږد یوه لوی پلان نیت لرو.»
دغه راز صافي هوايي شرکت غواړي چې د ۱۰ او ۲۰ ترمنځ کوچنۍ یا متوسطې الوتکې واخلي دا الوتکې به له کابله تر هغو ښارونو پورې الوتنې کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین