۰

د میدان وردګ پر چک ولسوالۍ د برید پلان شنډ شو

دوشنبه ۴ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۱۷
چارواکي وايي، د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ د وسله والو مخالفینو د یوه لوی برید هڅه یې شنډه کړې ده.
د میدان وردګ پر چک ولسوالۍ د برید پلان شنډ شو
چارواکي وايي، د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ د وسله والو مخالفینو د یوه لوی برید هڅه یې شنډه کړې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د میدان وردګو ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې وسله والو مخالفینو تېره شپه غوښتل د ولسوالۍ پر مرکز برید وکړي چې د امنیتي ځواکونو له خوا یې دغه پلان شنډ کړای شو.
سرچینه وايي، امنیتي ځواکونه د ښې همږۍ درلودلو له وجې وتوانېدل چې په اسانه د مخالفینو دغه پلان شنډ او په ترڅ کې یې دوه وسله وال و وژني او د هغوی دوه ملګري ټپیان کړي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شویو کسانو کې د ذبیح الله مشهور په عباس یو طالب قوماندان هم شامل دی، او د هغوی نور ملګري له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
د خبر پاڼې له مخې په جګړه کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم وسله والو غوښتل د دغه ولایت پر مرکز او ځینو ولسوالیو لوی بریدونه وکړي او د کابل – کندهار لویه لار وتړي، خو د چارواکو په خبره د امنیتي ځواکونو د ښې همغږۍ له امله د هغوی دغه پلان هم خنثی کړای شو.
جمهورآژآنس:میدان وردګ
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین