۰

د داعش پنځه غړي د سولې له پروسې سره یو ځای شول

يکشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۱۸
چارواکي وايي، د لومړي ځل له پاره په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې پنځه تنه غړي د افغان حکومت د سولې له بهیر سره یو ځای شول.
د داعش پنځه غړي د سولې له پروسې سره یو ځای شول
چارواکي وايي، د لومړي ځل له پاره په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې پنځه تنه غړي د افغان حکومت د سولې له بهیر سره یو ځای شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه داعش وسله وال تېره ورځ په کوټ ولسوالۍ کې د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقیوال وايي، په کوټ ولسوالۍ کې پنځه داعش وسله وال د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د سولې پروسې سره یو ځای شویو داعش وسله والو ويلي چې نور په د دولت پر ضد وسله نه پورته کوي.
تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د داعش دغه وسله وال پر داسې مهال د سولې له بهیر سره یو ځای کېږي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان په ختیځ کې د دغه ډلې مشر عبدالرحیم مسلم دولت د داعش له خوا د افغانستان او پاکستان له پاره د هغوی د والي حافظ سیعد څخه پرېکون اعلان کړ.
مسلم دولت ویلي و، د خراسان د والي حافظ سعید سره یې ځکه پرېکون کړی، چې په وینا یې هغه د اسلام خلاف کارونه کول او بې ګناه خلک یې وژل او ځورول.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین