امنیتي چارواکي وايي، افغان پولیسو د کنړ ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له دریو طالب ملګرو سره یو ځای نیولی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه طالب ولسوال تېره ورځ د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو پر مهال نیول شوی دی.
د ننګرهار د امینه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، پولیسو په ګوشتې ولسوالۍ کې عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې د کنړ ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال اجمل له دریو ملګرو سره یو ځای ونیوه.
دی زیاتوي، چې له نیول شویو کسانو دا مهال پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار