۰

طالبانو داعش ډلې ته په وسلو بار درې موټر نیولي دي

يکشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۶
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په زابل ولایت کې هغه درې پر وسلو بار موټر نیولي، چې داعش جګړه مارو ته یې دغه وسلې لېږدولې.
طالبانو داعش ډلې ته په وسلو بار درې موټر نیولي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په زابل ولایت کې هغه درې پر وسلو بار موټر نیولي، چې داعش جګړه مارو ته یې دغه وسلې لېږدولې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پر وسلو بار موټر تېره ورځ د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د اختر په سیمه کې طالبانو نیولي.
د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ ولسوال محمد وزیر جوادي
د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ ولسوال محمد وزیر جوادي وايي، دغه درې ګاډي د غزني ولایت له ناوې ولسوالۍ د زابل ارغنداب ته په لاره و، او داعش وسله والو ته یې سپکې او درندې وسلې لېږدولې.
وايي، دغه درې ګاډي د غزني ولایت له ناوې ولسوالۍ د زابل ارغنداب ته په لاره و، او داعش وسله والو ته یې سپکې او درندې وسلې لېږدولې.
نوموړي زیاته کړه، چې د وسلو د نیولو پر مهال د طالبانو او داعش تر منځ جګړه هم شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نشته او وسلې له طالبانو سره دي.
د جوادي په وینا دا مهال د شاه جوۍ ولسوالۍ پنځوس تنه قومي مشران او ديني عالمان د دواړو ډلو تر منځ د رامنځ ته شوې شخړې منځګړيتوب کوي.
تر اوسه وسله والو طالبانو او داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
که څه تر دې وړاندې هم یو ځل په زابل ولایت کې د امنیتي ځواکونو له خوا داعش ته لېږدونکې ډول ډول وسلې نیول شوې وې، خو دا لومړی ځل دی، چې طالبان داعش ته لېږدوېدونکي وسلې تر لاسه کوي.
جمهورآژانس:زابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین