۰

افغانستان له زمبابوې د پنځوس اوریزو نړیوالو لوبو سریز وګاته

شنبه ۲ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۸:۴۶
د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو تر منځ د پنځوس اوریزه نړیوالو لوبو سریز سریز افغانستان په لوی توپیر وګاته او جام یې خپل کړ.
افغانستان له زمبابوې د پنځوس اوریزو نړیوالو لوبو سریز وګاته
د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو تر منځ د پنځوس اوریزه نړیوالو لوبو سریز سریز افغانستان په لوی توپیر وګاته او جام یې خپل کړ.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه لوبې چې د روان میلادي کال د اکتوبر میاشتې په ۱۶ تاریخ پیل شوې وې، د همدې میاشتې په ۲۴ تاریخ یې وروستۍ لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده، چې له دې سره افغانستان دغه سریز له زمبابوې نه درې په دوه وګاته.
د نن لوبې ټاس یا پچه زمبابوې لوبدل مشر وګټله او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې افغانستان په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۵ منډې وکړې او زمبابوې ته یې د ۲۴۶ مندو هدف وټاکه.
د توپ وهنې په برخه کې نورعلي ځدراڼ او محمد نبي عیسی خیل هغه دوه لوبغاړي و، چې نیمه سلیزې یې پوره کړې.
د لوبې په دوهم انګز یا پاڼه کې زمبابوې لوبدلې توپ وهنه پیل کړه خو د افغان توپ اچونکو پر وړاندیې دېر مقاومت ونه شوای کړی او په ۴۵ اور کې یې د تولو لوبغاړو په سوځېدو سره ایله ۱۷۲ منډې وکړې او افغانستان ترې دغه لوبه د ۷۴ منډو په لوی توپیر سره وګاټله.
د دې لوبې په ګټلو سره افغانستان وتوانېده چې د دغه نړیوالو پنځوس اوریزه لوبو څخه درې لوبې وګټې او د سیالی کپ یې خپل کړ.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې دولت ځدران ۴، امیر حمزه،۳، راشد ارمان، ۲ او میرویس اشرف یو لوبغاړی وسوځاوه.
باید وویل شي، چې افغانستان له زمبابوې سره دوه ۲۰ اوریزه سیالۍ هم لري، چې په راتلونکو ورځو کې به تر سره شي.
جمهور اژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین