۰
هاشمي:

افغان حکومت هر وخت د سولې خبرو ته تیار دی

شنبه ۲ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۳۵
افغان حکومت وايي د افغانستان روانې شخړې د سولې په خبرو هوارېدای شي او له همدې امله د حکومت دروازې هر وخت د سولې خبرو لپاره خلاصې وې.
افغان حکومت هر وخت د سولې خبرو ته تیار دی
افغان حکومت وايي د افغانستان روانې شخړې د سولې په خبرو هوارېدای شي او له همدې امله د حکومت دروازې هر وخت د سولې خبرو لپاره خلاصې وې.
د جمهور اژانس د خبر له مخې د ولسمشر اشرف غني مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي دا خبرې د امريکا او پاکستان د مشرانو د هغو څرګندونو په ځواب کې کړې چې له طالبانو يې غوښتي له افغان حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي.
هغه زياته کړه، دولت له هغو افغانانو سره د سولې خبرې کوي چې وسله پر ځمکه ږدي، د پرديو د ګټو لپاره نه جنګېږي او د افغانستان شرايطو ته درناوى ولري.
هاشمي يو ځل بيا له پاکستان څخه غوښتي چې په خپله خاوره کې د هغو ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات وکړي چې د افغانانو پر ضد ترهګريزې کړنې ترسره کوي .
دا په داسې حال کې ده، چې اوباما او نواز شریف تېره ورځ په واشنګټن کې د خبرو پر مهال پر وسله والو طالبانو غږ وکړو چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.
جمهور اژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین