۰

پاکستان کې د عاشورا پر مراسمو ځانمرګي برید ۲۲ تنه و وژل

شنبه ۲ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۰۱
د پاکستان په سند ایالت کې د عاشورا پر مراسمو ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۶۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستان کې د عاشورا پر مراسمو ځانمرګي برید ۲۲ تنه و وژل
د پاکستان په سند ایالت کې د عاشورا پر مراسمو ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۶۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور اژانس د خبر له مخې دغه برید تېره شپه ناوخته د سند ایالت په جیک اباد ښار کې د شعیه ګانو د عاشورا په مراسمو کې شوې.
ځايي چارواکي وايي، په دغه ځانمرګي برید کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۴۰ نور تپیان شوي، چې تپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي، چې مېرمنې او ماشومان هم په کې دي.
د پوليسو يوه ځايي مشر ظفر ملک پاکستاني رسنيو ته ويلي چې دا ځانمرګى بريد دى او د پېښې له ځاى څخه يې د مشکوک ځانمرګي بريدګر پاتې شوني هم ترلاسه کړي دي.
په ورته وخت کې د سند ايالت د صحت ايالتي وزير ممتاز جاګهراني له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې په جيکب اباد کې تر انتحاري حملې وروسته زرګونه کسانو احتجاج کړى او له پوليسو او روغتيايي چارواکيو سره يې نښتې هم شوي دي.
د جيکب اباد ښار د دولتي روغتون مشر ډاکټر الطاف وګن د پېښې په ځاى کې رسنيو ته وويل چې يواځې د دوى روغتون ته ١٥ مړي او ګڼ شمېر ټپيان ور وړل شوي دي:
باید وویل شیو چې تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان په بولان سيمه کې هم د شيعه ګانو پر امام بارګاه ځانمرګى بريد شوى و چې لږ تر لږه ١٢ کسان په کې مړه او ګڼ شمېر نور په کې ټپيان شوي وو.
د برید مسؤولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهور آژانس: کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین