۰

لوګر کې ۱۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۴۰
چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لوګر کې ۱۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې افغان ځواکونو تېره شپه د لوګر په خروار ولسوالۍ کې د وسله والو پر وړاندې عملیات تر سره کړل.
د لوګر ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دې عملیاتو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي، یو ټپي او پنځه نور هم ژوندي نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو دوه عراده ډاټسن موټر، یوه عراده ماذدا موټر، یوه عراده سراچه تخریب، یو میل دهشکه او لس موټرسایکلونه هم افغان امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې شپې وړاندې هم افغان ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې د ۲۰ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړی وو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین