۰

د ننګرهار د ولایتي شوار غړی افتخار مومند له چاودنه روغ و وت

پنجشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۲۴
امنیتي چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا غړي افتخار مومند پر موټر ماین چاودنه وشوه، چې له امله یې د هغه یو ساتونکی ټپي شوی دی.
د ننګرهار د ولایتي شوار غړی افتخار مومند له چاودنه روغ و وت
امنیتي چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا غړي افتخار مومند پر موټر ماین چاودنه وشوه، چې له امله یې د هغه یو ساتونکی ټپي شوی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د شاه بران آغا په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال جمهور آژانس ته وویل، چاودنه د هغه مقناطسي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې د افتخار مومند په موټر پورې نښلول شوی وو.
نوموړي زیاته کړه، چې خپله افتخار موند له دغې چاودنې روغ وتلی خو یو ساتونکی یې ټپي شوی، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
باید وویل شي، چې افتخار مومند د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکی او په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازي فریدون مومند ورور دی.
جمهورآژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین