۰

کندهار کې ډلیز ځانمرګی برید پای ته ورسېد

پنجشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۲
چارواکي وايي، د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ډلیز ځانمرګی برید د څلور برید ګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.
کندهار کې ډلیز ځانمرګی برید پای ته ورسېد
چارواکي وايي، د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ډلیز ځانمرګی برید د څلور برید ګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې تېر ماښام شاوخوا ۷ بجې یو پر موټرسایکل سپاره ځانمرګي د سپين بولدک ولسوالۍ د سرحدي پوليسو د کمېسارۍ له دروازې سره ځان ته چاودنه ورکړه.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، له چاودنې وروسته درې نور بريد کوونکو چې وسلې او چاودېدونکي توکي ورسره وو، ودانۍ ته ننوتل او له پوليسو سره په جګړه کې ښکېل شول.
دى وايي، د شاوخوا دوه ساعته جګړې وروسته درې واړه ځانمرګي بريد کوونکي وژل شول او بريد پاى ته رسېدلى دى.
خپلواک زیاتوي، چې په دغه بريد کې يو سرحدي پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.
د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین