۰

ننګرهار کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي

پنجشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۰
د افغان پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي او د هغوی یو هاوان له منځه وړل شوی دی.
ننګرهار کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي
د افغان پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي او د هغوی یو هاوان له منځه وړل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې له تېرو څو ورځو راهیسې د افغان پوځ د څلورمې پلې لوا پوځیانو، ملي پولیسو، سرحدي پولیسو او نظم عامه پولیسو سره د داعش جنګیالیو د ځپلو پر موخه د سپین غر په نامه عملیات پیل کړي دي.
دغه عملیات چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې پر لار اچول شوي، چارواکي وايي، تېره شپه په کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي او د هغوی یو هاوان له منځه وړل شوی دی.
د دوی په خبره دغه وسله وال د اچین ولسوالۍ په عبدالخیلو سیمه وژل شوي دي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین