۰

ننګرهار کې دوه پاکستاني وسله وال نیول شوي

چهارشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۰۳
د ولسي جرګې لومړی مرستیال حاجي ظاهر قدیر وايي، په ننګرهار ولایت کې یې دوه تنه پاکستاني وسله وال نیولي دي.
ننګرهار کې دوه پاکستاني وسله وال نیول شوي
د ولسي جرګې لومړی مرستیال حاجي ظاهر قدیر وايي، په ننګرهار ولایت کې یې دوه تنه پاکستاني وسله وال نیولي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه دوه تنه پاکستاني وسله وال تېره ورځ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې له وسلو سره یو ځای نیول شوي دي.
حاجي ظاهر قدیر نیول شوي دواړه وسله وال نن د یوې خبري غونډې پر مهال رسنیو ته ښکاره کړل.
ښاغلي قدیر چې څه موده وړاندې ننګرهار ته د داعش سره د جګړې په موخه ننګرهار ته تللی وویل دغه وسله وال چې د قبایلو کاروتونه ورسره وو، له وسلو سره نیول شوي او د داعش له پاره یې کار کاوه.
نوموړي زیاته کړه، چې نیول شوي وسله وال پاکستانیان به د ننګرهار ولایتي ادارې ته وسپاري.
دا لومړی ځل نه دي، چې چارواکي په ننګرهار کې د پاکستاني وسله والو د نیولو خبر ورکوي، بلکې له دې وړاندې هم امنیتي چارواکو په وار وار د پاکستاني جنګیالیو د نیولو او وژلو خبر ورکړی دی.
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، دغه پاکستاني وسله وال زیاتره د پاکستان د ملېشې او پوځ غړي دي، چې په ننګرهار کې د داعش تر بیرغ لاندې جګړه کوي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین