۰

د ملا منصور مخالف طالب مشران نوی مشر ټاکي

چهارشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۵۰
لوېدیځې رسنۍ وايي، د ملا اختر محمد منصور مخالف طالب مشران د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر پر ځای د نوي مشر د ټاکلو له پاره غونده کوي.
د ملا منصور مخالف طالب مشران نوی مشر ټاکي
لوېدیځې رسنۍ وايي، د ملا اختر محمد منصور مخالف طالب مشران د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر پر ځای د نوي مشر د ټاکلو له پاره غونده کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملا منصور د مخالفې ډلې ویاند ملا عبدالمنان نیازي رویټرز خبري آژآنس ته ویلي، چې نوی مشر به په راتلونکو ورځو کې وټاکل شي.
ښاغلي نیازي آژانس ته زیاته کړې«د غونډې اجنډا د ملا منصور لرې کول او د هغه پر ځای د ټولو په خوښه د نوي مشر ټاکل دي.»
دغه راز ملا عبدالمنان نیازی ویلي«زموږ په ډله کې زړه ور او تکړه کسان راټول شوي، خو موږ ډېرې پیسې او منابع نه لرو. ده (منصور) تر دوو کالو زیاته موده پر منابعو کنټرول درلود، چا ورته څه نه شوای ویلی ځکه چې ده ورته ویل چې دا د ملا عمر اوامر دي.»
که څه هم ویل کېږي، چې د طالبانو له لوري د کندوز ښار نیولو د ملا اختر محمد منصور دریځ پیاوړی کړ خو ملا زیاتوي، چې د طالبانو له لوري د لنډې مودې لپاره د کندوز له نیولو سره سره به ناراض طالب قوماندانان ملا اختر محمد منصور ونه مني.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین