۰
ولسمشرغني:

د غصب شويو ځمکو د راګرځولو پلان باید عملي شي

چهارشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۹
افغان ولسمشر محمداشرف غني د اراضي عالي شورا په غونډه کې وویل، چې په ولایتونو کې د غصب شویو ځمکو د راګرځولو پلان باید عملي شي.
د غصب شويو ځمکو د راګرځولو پلان باید عملي شي
افغان ولسمشر محمداشرف غني د اراضي عالي شورا په غونډه کې وویل، چې په ولایتونو کې د غصب شویو ځمکو د راګرځولو پلان باید عملي شي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د اراضي عالي شورا غونډه تېر ماښام په ارګ کې تر سره شوه، چې په کې د یادې شورا د غړو له خوا ولسمشر غني ته د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي، له غصب سره د مبارزې
دوی وړاندیز وکړ، چې د اړوندو پوهنځیو په نصاب کې دې ”د ملکیتونو او استملاک حق“ په نوم مضمون زیات شي او همدارنګه دې د علماو په ګډون لوی علمي کنفرانسونه جوړ شي او په پایله کې دې د ځمکې د غاصبینو پر ضد فتوا ورکړي.
ستراتیژي او همدارنګه د حج او اوقافو وزارت له لارې د اوقافو د ځمکې د ثبت په هکله معلومات ورکړل.
د یادې شورا غړو په خپلو خبرو د ځمکې له غصب سره د مبارزې د ستراتيژي په هکله وویل، د غاصبینو د تشخیص، د ځانګړې محکمې د ایجاد او د غصب شوې ځمکې د راګرځولو په برخه کې به د حکومت اقدامات او تدابیر ښې پایلې ولري.
دوی وړاندیز وکړ، چې د اړوندو پوهنځیو په نصاب کې دې ”د ملکیتونو او استملاک حق“ په نوم مضمون زیات شي او همدارنګه دې د علماو په ګډون لوی علمي کنفرانسونه جوړ شي او په پایله کې دې د ځمکې د غاصبینو پر ضد فتوا ورکړي.
په دې غونډه کې د اوبو او انرژي وزارت مسوولینو د هغو اوبو د پالیسي او حقوقي بعدونو په اړه ولسمشر ته معلومات او مشخصه طرحه وړاندې کړه، چې له افغانستان څخه د باندې وځي.
ولسمشر غني د معلوماتو له اورېدلو وروسته
ولسمشر غني د معلوماتو له اورېدلو وروسته وویل، چې والیان، امنیه قوماندانان او د ملي امنیت رئیسان باید د ولایتونو په کچه د غصب شوې ځمکې د راګرځولو پلان تطبیق کړي.
وویل، چې والیان، امنیه قوماندانان او د ملي امنیت رئیسان باید د ولایتونو په کچه د غصب شوې ځمکې د راګرځولو پلان تطبیق کړي.
ښاغلي غني د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې د دیني علماو رول مهم وباله او وې ویل، علمای کرام دې د هېواد د نورو ټولنیزو، اخلاقي او سیاسي مسایلو په څېر په دې برخه کې هم خپله ونډه ترسره کړي.
افغان ولسمشر د اوبو د مسایلو په هکله و ویل، چې د اوبو د حقونو په هکله د اتباعو د ظرفیت او عامه پوهاوي د لوړولو لپاره دې ښه تدابیر په پام کې ونیول شي.
دغه راز هغه زیاته کړه، افغانستان کولی شي، چې د برېښنا د ترانزیت په نقطه بدل شي، او دا ظرفیت د هېواد راتلونکی د روښنایي او هوساینې لور ته سوق کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین