۰
ولسمشرغني:

افغان ځواکونه باید غير سياسي او غير حزبي وي

چهارشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۹
افغان ولسمشر اشرف غني له ټولو کړيو څخه له امنيتي ځواکونو د ملاتړ د غوښتنې تر څنګ ويلي چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه بايد افغان شموله، غير سياسي او غير حزبي وي.
افغان ځواکونه باید غير سياسي او غير حزبي وي
افغان ولسمشر اشرف غني له ټولو کړيو څخه له امنيتي ځواکونو د ملاتړ د غوښتنې تر څنګ ويلي چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه بايد افغان شموله، غير سياسي او غير حزبي وي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې تېره ورځ د هېواد دفاعي پوهنتون، پولیسو اکاډمۍ او د ملي امنیت له محصلینو سره په خبرو کې وکړې.
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې وویل چې امنيتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د ثبات او استقرار اساسي بنسټونه دي او باید چې غیر سیاسي او حزبي وي.
ولسمشر وايي، ځينې بدمرغې کړۍ غواړي چې د پخوانیو ناخوالو په تکرار سره د افغان ځواکونو دفترونه او وسلې چور کړي، خو ولسمشر ټینګار کړی چې هغوی به هېڅکله بیا دې هیلې ته ونه رسېږي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین