۰

هلمند کې ۵۲ وسله وال وژل شوي

چهارشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۸
امنیتي چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د تېرو دریو ورځو جګړو پر مهال ۵۲ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند کې ۵۲ وسله وال وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د تېرو دریو ورځو جګړو پر مهال ۵۲ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هلمند امنیه قومانداني زیاتوي، چې وسله والو د باباجي حوزې، توغي او کنجک امنیتي پوستونو باندې بریدونه پیل کړل.
د یادې قوماندانۍ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د وسله والو له برید سره سم افغان سرتېرو ځوابیه برید پیل کړ، چې په ترڅ کې یې د مخامخ نښتې پر مهال ۳۵ تنه وسله وال و وژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.
د هلمند د امنيي قومندان پاسوال نبي جان ملاخيل په خبرپاڼه کې ویلي، چې د باباجي او لوى مانده پر امنیتي پوستو د وسله والو مخالفین د بریدونو موخه د تبلیغاتي جګړې خپرول دي.
نوموړي زیاته کړې، چېا اوس مخالفین د مخامخ جګړي توان نه لري او غواړي په هلمند کې تبلیغاتي جګړه وکړي.
هغه ويلي دي چې په هلمند کې امنيتي ځواکونه همږغي لري او وسله وال مخالفين نشي کولاى چې د تبليغاتي جګړې په کولو سره پرمختګ وکړي.
دهلمند امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخيل وايي دټولو امنیتي ځواکونو مرال ډیر قوي دى او د يادو سيمو تصفيه روانه ده.
بل خوا طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي، په سیمه کې يې ۳ امنیتي پوستې لا اوس هم د دوی تر ولکې لاندې او د جګړې پر مهال يې تر ٣٠ تنو پورې امنيتي سرتېري وژلي دي.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین