۰

د طالبانو د واکمنۍ د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نیول شوی

سه شنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۵۸
د متحده عربي اماراتو رسنۍ وايي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د بهرنیو چارو مرسیتال وزیر عبدالرحمان زاهد په دوبۍ کې له خپلو ملګرو سره نیول شوی دی.
د طالبانو د واکمنۍ د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نیول شوی
د متحده عربي اماراتو رسنۍ وايي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د بهرنیو چارو مرسیتال وزیر عبدالرحمان زاهد په دوبۍ کې له خپلو ملګرو سره نیول شوی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه رسنۍ زیاتوي، چې عبدالرحمان زاهد او ورسره ملګري یې تېر مایشت تر نیول کېدو وروسته نامعلوم ځای ته وړل شوي دي.
د متحده عربي اماراتو رسنۍ وايي ښاغلی زاهد د دوبۍ په هوایي ډګر کې نیول شوی او له ده سره د نیول شویو ملګرو نومونه یې نه دي په ډاګه شوي.
د رپوتونو له مخې ویل کېږي، چې زاهد پراخه سیمه ییزه او نړیوالې اړیکې درلودې، او څو ځله یې د اماراتو له مهم شخصیتونو سره هم ناستې پاستې درلودې.
رپوټونه زیاتوي، چې زاهد په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او دغه راز په پاکستان کې د طالبان مشرانو د همغږۍ چارې مخ ته وړلې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي، چې عبدالرحمان زاهد د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال او د مرکزي بانک د رییس په توګه دندې تر سره کړې دي.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین