۰
هلمند والي:

په لښکرګاه او نادعلي کې وسله وال پر شاه تمبول شوي

سه شنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۲۱
د هلمند والي میرزاخان رحیمي وايي، افغان ځواکونو په مرکز لښکرګاه او نادعلي ولسوالۍ کې طالبان پر شاه تمبولي او له لاسه وتلې سیمې بېرته افغان ځواکونو نیولې دي.
په لښکرګاه او نادعلي کې وسله وال پر شاه تمبول شوي
د هلمند والي میرزاخان رحیمي وايي، افغان ځواکونو په مرکز لښکرګاه او نادعلي ولسوالۍ کې طالبان پر شاه تمبولي او له لاسه وتلې سیمې بېرته افغان ځواکونو نیولې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو درې ورځې وړاندې د هلمند په مرکز او نادعلي ولسوالیو کې پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل.
د هلمند والي میرزاخان رحیمي نن سه شنبه خبریالانو ته وویل وسله والو غوښتل نادعلي او تر هغه وروسته لښکرګاه ته ځانونه ورسوي، خو په وینا یې امنیتي ځواکونه نه یوازې د دوی دغه پلان شنډ کړی دی، بلکې اکثره هغه سیمې يې بېرته نیولې، چې دوې ورځې وړاندې د امنیتي ځواکونو د لاسه وتلې وې.
نوموړي د نادعلي او لښکرګاه خلکو ته د امنیت ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د نن ورځې تر پایه به عملیات هم پای ته ورسېږي.
هلمند والي دغه راز وویل چې لښکرګاه تر امنیتي ګواښ لاندې نه ده او دا یوازې د مخالفینو تبلیغات دي.
ده وویل چې افغان ځواکونه له لوړ موراله برخمن دي او وسله وال نشي کولای چې کومه ستره ستونزه رامنځ ته کړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین