۰

د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۲۰ وسله وال وژل شوي

سه شنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۰
امنیتي چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو او هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وسله وال وژل شوي، خو طالبان وايي، ۷ سرتېري یې وژلي.
د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۲۰ وسله وال وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو او هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وسله وال وژل شوي، خو طالبان وايي، ۷ سرتېري یې وژلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه عملیات تېره شپه د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې هغه مهال تر سره شوي، چې د چارواکو په خبره طالبان په موټر کې له یوې سیمې و بلې ته روان و.
د لوګر امنیه قوماندان مل پاسوال داود احمدي وايي، طالبان په څلورو ډاټسن موټر کې سپاره و، چې ګډو ځواکونو پرې برید وکړ او ۲۰ تنه یې و وژل.
نوموړی زیاتوي، چې په دغه برید کې د طالبانو موټر هم له منځه تللي دي.
خو بل خوا وسله وال طالبان وايي، د تېرې شپې په جګړه کې یې ۷ سرتېري وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
طالبانو د خپلو ملګرو د وژلو خبر هم رد کړی او زیاته کړې یې ده، چې په دې عملیاتو کې یې یو شمېر ټانکونه او رېنجر موټر هم له منځه وړي دي.
جمهور آژآنس:لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین