۰

ای او ایم په کنړ کې خپل فعالیتونو پراخوي

سه شنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۲۰
په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان مسوول ریچارد ډنزګر وايي، چې اداره به یې( ای او ایم ) په کنړ ولایت کې خپلو فعالیتونو ته پراخیتا ورکړي.
ای او ایم په کنړ کې خپل فعالیتونو پراخوي
په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان مسوول ریچارد ډنزګر وايي، چې اداره به یې( ای او ایم ) په کنړ ولایت کې خپلو فعالیتونو ته پراخیتا ورکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ریچارد ډنزګر د یو پلاوي په ملتیا کنړ ولایت ته سفر ته تللی او د کونړ والي وحیدالله کلیمزي سره یې وکتل.
د کونړ والي وحیدالله له ښاغلي ریچارد ډنزګر او ورسره پلاوي مننه وکړه، چې کنړ ته یې سفر وکړ او په نورو نړیوالو مرستندویه ادارو یې هم غږ وکړ چې کنړ ته پام زیات کړي.
نوموړي وویل کونړ چې زیاتره سیمې غرنۍ او په ځنګلونو پوښل شوې د موسمي بارانونو، واورو، سیلابونو او نورو طبعي پیښو له امله ډېرې کورنې بېځایه شوې، مالي او ځاني زیانونه ورته او ښتي او په زرګونوجریبه کرنیزې ځمکې د سربندونو زیان له امله په للمه اوښتي، ګڼ شمېر بېځایه شوي وګړي یې سرپناه او د ژوند په نورو برخوکې لاسنیوي ته اړ تیا لري.
ښاغلي کلیمزي له راغلي پلاوي وغوښتل چې کنړته د نورو نړیوالو مرستندویه ټولنو پام هم را واړه وي.
د کډوالو د نړیوال سازمان د افغانستان چارو مسوول ریچارد ډنزګر کنړ والي ته ډاډ ورکړ، چې اداره به یې په دغه ولایت کې خپل فعالیتونه زیات کړي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین