۰

د تخار له پاره د طالبانو د والي پنځه کسه ونیول شول

سه شنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۰۶
د افغانستان ملي امنیت وايي، د دې رياست منسوبینو د طالبانو له خوا د تخار ولایت لپاره د نومول شوي والي قاري امین الله د وسله والي ډلې پنځه تنه غړي د تخار ولایت په اړوندو سیمو کې نیولي دي.
د تخار له پاره د طالبانو د والي پنځه کسه ونیول شول
د افغانستان ملي امنیت وايي، د دې رياست منسوبینو د طالبانو له خوا د تخار ولایت لپاره د نومول شوي والي قاري امین الله د وسله والي ډلې پنځه تنه غړي د تخار ولایت په اړوندو سیمو کې نیولي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ملي امنیت لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان د ملي امنیت ځواکونو په دوه ځانګړو عملیاتو کې د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د دشت قلعې کلي په اړوندو برخو کې نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کسان هر یو عبدالرزاق مشهور په عسکر د حاجی کریم شاه زوی، محمد طیب مشهور په عاشق الله د خالدار زوی د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي، محمد رسول د نیک محمد زوی، خادم الله د محمد رسول زوی د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ د قره تپې کلي اوسېدونکي، سمیع الله مشهور په خنجر او صبور د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د چیچکه کلي اوسېدونکی.
خبرپاڼه وايي، دغه کسانو د دولتي او مخورو کسانو د وژنې، واټ ته څېرمه د ماینونو ځای پر ځای کولو او د ښونځیو د سوزولو په ګډون یې په ګڼ شمېر نورو دولت ضد چارو کې رغنده ونډه لرلې.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین